هرات (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د هرات ځيني بڼوال وایي چې د بازار، معیاري سړو خونو او صادراتو نشتوالي له امله خپل ډېره برخه انګور ممیز کوي.
دوی له حکومته غواړي چې د انګورو حاصلاتو ټولولو پر مهال دې د پلور، بازارموندنې او صادراتو برخو کې له سوداګرو او بڼوالو سره همکاري وکړي.
د دغه ولایت یو بڼوال احمدضیاء یوسفي پژواک ته وویل، د انګورو حاصلاتو لپاره د معیاري سړو خونو او مناسب بازار نشتوالي له امله دوی اړ شوي خپل انګور ممیز کړي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی او د تېر په پرتله د انګورو پېرونکي هم کم شوي دي.
د هغه په خبره، ډېری بڼوال خپل لس سلنه انګور د پلور لپاره بازار ته وړي او له خپلو ۹۰ سلنه انګور ممیز کوي.
د یاد ولایت یو بل بڼوال جلیلاحمد حبیبي وايي، دمګړۍ هوایي دهلیزونه نشته چې له امله یې محصولات نورو هېوادونو ته نه صادریږي؛ له اسلامي امارت غواړي چې سړې خونې دې ورته جوړې کړي او هوایي دهلېزونه دې بېرته فعال کړي څو بهرنیو هېوادونو ته د انګورو صادراتو زمینه برابره شي.
د هغه په خبره، که هوایي دهلېزونه فعال شي، د انګورو ترڅنګ د دوی نورې مېوې هم بهرینو هېوادونو ته صادرېدای شي.
په ورته وخت کې، د هرات د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې مسوولین د شته ستونزو د تایید ترڅنګ د صادراتو په اړه وایي چې د سوداګرو لپاره د ویزو نشتوالي له امله بهرنیو هېوادونو ته د تازه مېوو صادراتو لړۍ درېدلې ده.
د هرات د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې رییس بشیراحمد بهادر له اسلامي امارت غواړي چې په راتلونکي کې د هوایي دهلېزونو او سوداګرو ته د ویزو زمینه برابره کړي څو وکولی شي په بهر کې د افغانستان د مېوو لپاره بازارموندنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې سږ کال سوداګرو ته ویزې نه دي ورکړل شوې څو د افغانستان محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي، د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونه هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د حکومت په ملاتړ د هوایي دهلېزونو له لارې د انګورو د صادرولو زمینه برابره کړي.
له بلې خوا، د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ټينګار کوي چې انګور د دغه ولایت له مهمو مېوو ګڼل کېږي.
د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي پژواک ته وویل چې اوس په دغه ولایت کې له ۱۴۰۰ ډېرې د ممیزو د پروسس کارخونې شته که څوک نه شي کولی تازه انګور صادر کړي، هغه دې ممیز کړي او بیا دې صادر کړي، د ممیزو صادرات کولی شي چې د هرات بڼوالو ته یو ښه عاید ولري.
هرات په افغانستان کې د انګورو یو له لویو تولیدوونکو ولایتونو دی چې هر کال سلګونه زره ټنه انګور حاصلات لري. د چارو پوهان پر دې باور دي چې اسلامي امارت کولی شي له خصوصي سکټور سره په همکارۍ د معیاري سړو خونو په جوړولو سره د داخلي تولیداتو بازار ته د ودې زمینه برابره کړي.
د هرات پوهنتون یو استاد علياحمد محمدي پر دې باور دی چې په هېواد کې د کرنې وده د حکومت هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري او دا چاره په مستقیم ډول د افغانستان د خلکو او بزګرو پر اقتصاد اغېز لري.
د محمدي په خبره، ځکه چې د هرات اراضي ۹۰ سلنه کرنیزه ده، نو اړتیا ده چې ځایي اداره له مرکزي ادارې سره په تفاهم، د کرنیزو محصولاتو د پلور او صادرولو لپاره د یوه منظم چوکاټ په رامنځته کولو، د یوه اوږدمهال پلان او سړو خونو جوړولو او هوایي دهلېزونو رامنځته کولو برخو کې کار وکړي.