تالقان (پژواک، ۱۸ وږی، ۱۴۰۲): د تخار د دشتقلعه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په پام کې وه چې پر افغان – تاجک پوله د ایخانم بندر ګډ بازار جوړولو چارې پیل شي، خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی.
د سیمې اوسېدونکو په وینا، د دغه بازار په جوړېدو سره به د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ خلک وکولای شي خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري.
د تخار د دشتقلعه اوسېدونکی صدامحسین وايي، د تېر حکومت پر مهال پر امو سیند د پله جوړېدو، د دې ولسوالۍ تر بازاره د ۱۰ کیلومتره سړک د قیر کولو او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ایخانم بندر کې د ګډ بازار جوړولو چارې پیل شوې وې خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د دې پروژو چارې ودرېدې.
هغه زیاته کړه: «موږ د دشتقلعه خلک ډېر هیلهمن وو چې د دغه بازار چارې به بېرته پیل شي خو د دوو کلونو په تېرېدو سره یې په اړه کوم اقدام نه دی شوی، له حکومته غواړو چې د دغه ګډ بازار کار بېرته پیل کړي څو د کوکچې د پورې غاړې ولسوالیو اوسېدونکي خپل لاسي صنایع او کرنیز محصولات په مناسبو بیو وپلوري.»
د نوموړي په خبره، په دغه بندر کې د ګډ بازار په جوړېدو سره به ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدو او د ناقانونه کډوالۍ مخنیوي ترڅنګ د خلکو او حکومت پر اقتصادي وده هم مثبت اغېز وکړي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمدامین وايي، د تېر حکومت پر مهال ایخانم بندر ته څېرمه د سړک پخولو او ګډ بازار جوړولو په موخه د ډېری خلکو کورونه ړنګ شول او اوس هم په تمه دي څو د دغه بازار او له ایخانم بندر سره د نږدې سړک پخولو چارو له بشپړېدو وروسته بېرته خپل کورونه ورغوي، چې تر اوسه د حکومت له لوري پاملرنه نه ده ورته شوې.
د هغه په باور، د یاد ګډ بازار په جوړېدو سره به د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو سربېره، خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي هم له حکومته وغوښتل چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله په ایخانم بندر کې د ګډ بازار جوړېدو چارې پیل کړي.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله یوه ځوان کارګر احمدراشد پژواک ته وویل، دمګړۍ په دغه بندر کې هره ورځ ۲۰۰ تر ۲۵۰ کارګر کار کوي، خو کله چې د دغه بازار جوړېدو چارې پیل شي، ښايي د ورځې ۵۰۰ تر ۶۰۰ کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې، په ایخانم بندر کې د سوادګریزو بارونو مرستیال احمد فواد، د یاد بازار د جوړېدو چارو نه پیلېدو لامل د بودجي کمښت بولي.
خو هغه ډاډ ورکوي چې د دغه ګډ بازار جوړولو چارو پیلېدو لپاره د حکومت د رهبرۍ هڅې روانې دي.
د هغه په خبره، د دغه بازار جوړولو چارې یو څه د تاجکستان له لوري پر مخ تللې خو د افغانستان له لوري یې د کار پیل د بودجې نشتوالي له امله ځنډېدلی دی.
د یادولو ده، یوه اوني مخکې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله څلور بازارګوټي چې درې کاله وړاندې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د دواړو لورو د ملي سوداګر پر مخ تړی شوي وو، بېرته پرانیستل شول.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن