ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار اوسېدونکو د تالقان ښار پر سړکونو د سولري څراغونو بیافعالولو غوښته وکړه

د تخار اوسېدونکو د تالقان ښار پر سړکونو د سولري څراغونو بیافعالولو غوښته وکړه

author avatar
11 Sep 2023 - 18:38
د تخار اوسېدونکو د تالقان ښار پر سړکونو د سولري څراغونو بیافعالولو غوښته وکړه
author avatar
11 Sep 2023 - 18:38

تالقان (پژواک،۲۰ وږی ۱۴۰۲): د تخار ځیني اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، هغه سولري څراغونه چې د تالقان ښار پر ۱۵ سړکونو نصب شوي وو، له دوو کلونو راهیسې غیرفعال دي.

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي عنایت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، څو کاله مخکې د حکومت له لوري په ډېر لګښت د یاد ښار پر سړکونو سولري څراغونه جوړ او نصب شول، خو اوس دوه کاله کېږي چې غیرفعال دي او دا چاره د امنیت ټینګولو په برخه کې هم ستونزې رامنځته کولی شي.

نوموړي زیاته کړه: «د تیارې له امله د ښار خلک د شپې له‌خوا په اسانۍ سره تګ‌راتګ نشي کولای، موږ له اوسني حکومته غواړو چې دا څراغونه بېرته فعال کړي.»

د تالقان ښار یو دوکاندار سلطان پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني حکومت له بیا واکمنېدو مخکې د دې ښار پر سړکونو سولري څراغونه فعال وو، خلکو د شپې له لوري په اسانۍ سره تګ‌راتګ کاوه، کسبه‌کارانو دغو څراغونو لاندې خپل کارونه مخ ته وړل، خو اوس دوه کاله کېږي چې غیرفعال دي.

هغه زیاته کړه: «خلک د ضرورت پر مهال د شپې له خوا په تیاره کې تګ راتګ کوي، دولتي برق هم کله وي او کله نه وي، که مسوولین د دې څراغونو د فعالولو په برخه کې اقدام وکړي، نو خلک به خوشحاله شي.»

د تالقان ښار یو بل اوسېدونکی امان‌الله هم وایي، دا څراغونه څلور کاله مخکې د شپې له خوا د ښار د رڼا کولو په موخه فعال شوي وو چې اوس د مسوولین د نه پاملرنې له امله غیر فعال دي.

هغه زیاته کړه، د ماښام له پیل سره تالقان ښار کې مطلقه تیاره وي، هغه له حکومته غواړي چې دا څراغونه فعال کړي.

امان‌الله وویل‌، د دغو څراغونو فعالېدل په ښار کې امنیت د ټینګښت کې ګټور دي او خلک د شپې له خوا له وېرې پرته تګ‌راتګ کولای شي، خو‎ اوسمهال د شپې له لوري د ښار فضا ډاډمنه نه بریښي.

هغه زیاتوي، که د دغو څراغونو بېرته فعالېدو ته پاملرنه ونه شي، نو په نږدې راتلونکي کې به د چراغونو پایې هم ویجاړې شي.

که څه‌هم د تخار د امنیې قوماندانۍ مسوولین د دې موضوع په تړاو څه نه وايي، خو د تالقان ښار د ښاروالۍ مسوولین بیا د غیرفعالو څراغونو معلومولو لپاره د انجنیرانو د یوه ټیم ګومارلو خبر ورکوي او ډاډ ورکوي چې دغه څراغونه به په نږدې راتلونکي کې فعال شي.

د تالقان د ښاروالۍ ویاند حیات‌الله صفري پژواک ته وویل، د تالقان ښاروالۍ د ښار د تنظیف او منظم ساتلو لپاره هڅه کوي او د لمریزې برېښنا څراغونه چې مخکې د سړک روښانه کولو په موخه لګول شوي وو، یو شمېر یې غیرفعال شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په پام کې لرو چې د دغه ښار سولري څراغونه بېرته فعال شي او په همدې موخه مو د دغو څراغونو د سروې لپاره د مسلکي انجنیرانو یو ټیم ګومارلی چې د دې پروسې له بشپړېدو وروسته به د یادو څراغونو د بېرته فعالېدو لپاره اقدام کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د لمریزې برېښنا څراغونه څلور کاله مخکې د تېر حکومت له لوري د تالقان ښار پر پنځلسو عمومي او یوه حلقوي سړک لګول شوي وو چې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دغو چراغونو پر هره پایه څه باندې ۱۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی و چې اوس یې ډېری څراغونه غیرفعال دي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.