کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د ناروې د کډوالۍ شورا عمومي منشي ویلي، د افغانستان وګړي تر بل هر وخت ډېر د نړۍوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.
د ناروې د کډوالۍ شورا عمومي رییس یان اګلنډ پر اېکسپاڼه لیکلي، یوازې بېړنۍ مرستې د خلکو اوږودمهاله اړتیاوې نه شي پوره کولای.
هغه ویلي: «تمویلکوونکي باید دوامداره مالي ملاټر او د پراختیایي مرستو بېرته ستنېدو ته ژمن وي؛ د افغانستان وګړي تر بل هر وخت ډېر د نړۍوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.»
هغه ویلي: «وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ خو زموږ ښځینه او نارینه مرستهکوونکي د دې وړتیا لري چې د ټول هېواد اړمنو نارینهوو او ښځینهوو سره مرستې وکړي.»
د هغه په خبره، د ناروې د کډوالۍ شورا پروژې د پلي کېدو په حال کې دي خو مرستندویه ډلې مخ په زیاتېدونکي ډول د بودجې له کمښت سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې هم یان اګلنډ ویلي وو، د ناټو غړو هېوادونو افغانستان کې خپلو نظامي عملیاتو لپاره ټریلیونونه ډالره مصرف کړل؛ خو اوس په دغه هېواد کې ان بېوزلو ماشومانو لپاره د خوراکی توکو مرستې نه شي برابرولی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









