منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بهرام خان ځدراڼ د شهزاده سرای د صرفانو اتحادیې د نوي رییس په توګه وټاکل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۹۳ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): په هغه ټاکنو کې چې د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې ریاست د څوکۍ ترلاسه کولو په موخه د دوو نوماندانو ترمنځ ترسره شوې، حاجي بهرام خان ځدراڼ د ۱۳۳ رایو په ګټلو سره د دوو کلونو لپاره د دې اتحادیې د نوي رییس په توګه وټاکل شو.

د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې د ریاست څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ټاکنې نن (پنج‌شنبه) په کابل کې د لسګونه لویې او ټیټې کچې صرافانو په ګډون ترسره شوې.

په دې ټاکنو کې ټولټال ٢٤٠ کسانو رايې ورکړې او حاجي بهرام خان ځدراڼ د باور ١٣٣ رايو په ترلاسه کولو سره د صرافانو ټولنې د رييس په توګه وټاکل شو.

ټاکل شوې چې هغه به د راتلونکو دوو کلونو لپاره د یادې ټولنې رییس وي.‎

په دې غونډه کې مسوولینو د ترسره شوو ټاکنو په اړه خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې هغه ازادي چې په اسلام کې موجودې دي، په بل هیڅ دین کې نشته.

په دغه مراسمو کې ‎مسوولینو له خلکو غوښتي چې په خپلو ټولو سوداګریزو او ورځنیو معاملاتو کې له افغانیو ‎کار واخلي.

د يادونې ده، شهزاده سرای په کابل ښار کې د بهرنيو اسعارو د تبادلې يو له لویو‎ مرکزونو دى چې له يوه تر ‎دوو کلونو وروسته د دغه مرکز د صرافانو رییس د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

له دې مخکې شېرشاه احمدزی د کابل د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې رییس و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد