ژبه

د اسلامي امارت مشر نیمروز ته سفر کړی

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده نیمروز ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره يې لیدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د اسلامي امارت مشر وړمه ورځ یاد ولایت ته په سفر کې له ولایتي مسئوولینو، رئیسانو، د علماوو شورا له غړو، متنفذینو، د جهادي مدرسې له استادانو، قاضیانو، ولسوالانو او یو شمېرو نورو مشرانو سره لیدلي دي.

هغه زیاته کړې: «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی یادو مسئوولینو ته علمي او هر اړخیزه وینا وکړه، د ولس سره د ترحم او شفقت، د هغوی مشکلاتو ته د رسېدنې، د هغوی د قربانیو د قدرداني کولو، خپلو مسئوولیتونو ته د متوجه کېدلو او په سمه توګه ادا کولو، د ځانونو اصلاح، امر بالمعروف او په قضایي چارو کې د استقلال ساتلو په اړه یې هدایات او سپارښتنې وکړې.»

مجاهد زیاتوي، د اسلامي امارت مشر د ناستې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او ورته د رسېدنې په برخه کې یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر د وږي په ۲۵مه اروزګان ولایت ته تللی و، هلته يې هم له سیمه‌ییزو مسوولینو او نورو قومي مشرانو سره لیدلي و.