ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: ککړه هوا هر کال کې د ۶.۷ میلیون انسانانو د مړینې لامل کېږي

ملګري ملتونه: ککړه هوا هر کال کې د ۶.۷ میلیون انسانانو د مړینې لامل کېږي

author avatar
23 Sep 2023 - 19:19
ملګري ملتونه: ککړه هوا هر کال کې د ۶.۷ میلیون انسانانو د مړینې لامل کېږي
author avatar
23 Sep 2023 - 19:19

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ملګري ملتونه وايي، د ځمکې د ټول جمعیت ۹۸ سلنه وګړي ککړه هوا تنفس کوي چې کال کې لږ تر لږه د ۶.۷ میلیون انسانانو د مړینې لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان تېره ورځ (جمعه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پيغام خپرولو سره لیکلي: «د هوا ککړتیا د سکته مغزي، د زړه او سږو ناروغیو، د سرطان د ناروغۍ او دغه راز د نورو ناروغیو خطر ډېروي او کال کې له ۶.۷ میلیون ډېرو انسانانو د ژر مړینې لامل کېږي.»

دغه بنسټ زیاته کړه، د نړۍ یوازې دوه سلنه نفوس پاکې هوا ته لاسرسی لري.

یاد بنسټ د «له موټر پرته نړۍ‌واله ورځ» په نوم یو هشتګ هم پوسټ کړی او ویلي یې دي چې لا هم د اقلیمي اقداماتو فرصت شته.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.