ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا: افغانستان کې په اوو میاشتو کې له ۲۲،۶ میلیون کسانو سره مرسته شوې ده

اوچا: افغانستان کې په اوو میاشتو کې له ۲۲،۶ میلیون کسانو سره مرسته شوې ده

author avatar
24 Sep 2023 - 17:15
اوچا: افغانستان کې په اوو میاشتو کې له ۲۲،۶ میلیون کسانو سره مرسته شوې ده
author avatar
24 Sep 2023 - 17:15

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی‌کوونکی دفتر (اوچا) وایي، د بشري مرستو فعالو سازمانونو د روان کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې له ۲۲،۶ میلیون کسانو سره د خوراکي توکو او نورې مرستې کړې دي.

اوچا یوه راپور کې لیکلي، دا مرستې ۹،۷ میلیون کسانو ته د صحي مراقبتونو، ۳،۵ میلیون ماشومانو او امیدوارو ښځو ته د خوارځواکۍ، ۶،۸ میلیون کسانو ته د څښلو پاکو اوبو، د دوه میلیون ماشومانو زده‌کړو، ۴۱۳ زره کسانو لپاره د بېړنۍ سرپناه او د ۱،۸ میلیون کسانو خوندیتوب برخو کې شوې دي.

 سرچینې زیاته کړې چې د دې مرستو ۸۵۰ میلیون بودجه د ۲۰۲۲ کاله ته لېږدول شوې وه چې د ۲۰۲۳ کال له پیسو سره پوره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوړو نړۍوال سازمان وویل چې افغانستان له سوډان وروسته د نړۍ یو له هغو هېوادونو نه دی چې په کې له یوه میلیون ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.