ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند د نه همکارۍ او نه ملاتړ له امله په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

د هند د نه همکارۍ او نه ملاتړ له امله په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

author avatar
29 Sep 2023 - 00:58
د هند د نه همکارۍ او نه ملاتړ له امله په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت تړل کېږي
author avatar
29 Sep 2023 - 00:58

اټلانټا (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): په نوې دهلي کې د افغانستان سفارت وایي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د نه همکارۍ او له سپکاوي ډک چلند له امله دوه ورځې وروسته سفارت تړي.

دغه څرګندونې په هغه مکتوب یا یاددښت کې شوې چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه د افغانستان د سفارت له خوا د هند بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی و.

په دغه مکتوب کې د افغانستان سفارت د هند د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې د روانې سپټمبر میاشتې تر پایه پورې خپل ټول فعالیتونه بندوي.

سرچینې زیاته کړې، دا پرېکړه د دیپلوماتیکې بې‌غورۍ او د سیسټماتیک ملاتړ نشتوالي له امله شوې او سفارت نه شي کولای ان خپلې ورځنۍ عادي کړنې ترسره کړي.

په یاددښت کې راغلي، د روان زیږدیز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوم شاوخوا ۱۰ مکتوبونه استول شوي، خو ځیني داسې موارد شته چې هیڅ غور پرې نه دی شوی او نه هم تراوسه ځواب ورکړل شوی دی.

سفارت ویلي: «د افغانستان جمهوریت له ړنګېدو وروسته نه د ستراتیژیکو همکاریو تړون او نه هم د دوه اړخیزو تړونونو په چوکاټ کې کومه پاملرنه شوې ده.»

په یاددښت کې زیاته شوې، د سفارت د برخلیک، تعلیمي پروګرامونو، د قونسلي خدماتو وړاندې کولو، بشري مرستو، افغان سوداګرو د ملاتړ په برخو کې ډېرو زیاتو اندېښنو او غوښتنو سره سره د مقابل لوري له خوا اړین اقدامات نه دي شوي او یا ډېره محدوده پاملرنه شوې، دغه سپک‌نظري د سفارت ډیپلوماتیک او عادي فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د افغانستان سفارت ویلي: «د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې په کابل کې د هند سفارت له پرانیستل کېدو سره په نوې دهلي کې د افغانستان سفارت بې‌ارزښته شوی او اهمیت یې په سیستماتیک ډول له منځه وړل شوی، په همدې موده کې زموږ سفارت د خپل مناسب دریځ، ونډې او مسوولیتونو سره سم د اړین دیپلوماتیک احترام او دوستانه په ملحوظاتو لرلو سره، ځان بې‌ارزښته بولي.»

په یاددښت کې راغلي چې د افغانستان او هند اړیکې په متقابل احترام ولاړې دي، خو اوس د پخوا په څېر نه دي، د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د افغانستان سفارت هڅه وکړه، څو د دوه اړخیزو اړیکو او هند کې د افغانانو ته خدماتو وړاندې کولو لپاره ښه چاپیریال برابر شي، خو سیستماتیک سپک‌نظري او بې‌غورانه چلند د دې لامل شو چې سفارت نور خپل فعالیتونه ودروي.

په یاد مکتوب کې د افغانستان سفارت د تحصیلي بورسونو، د محصلینو د ستونزو، د ناروغانو او سوداګرو ستونزو یادونه کړې چې هند ورته رسېدنه نه ده کړې.

په یاددښت کې راغلي، په نوې دهلي کې د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریت د هند د ښکاره ملاتړ او مرستې پرته په عادي ډول فعالیت نه شي کولای .

په یاددښت کې راغلي، د اوسني وضعیت تر دقیق غور او ارزونې وروسته په ډېرې ناهیلۍ سره وایي چې هند له دوی سره خپل ملاتړ او مرسته بنده کړې چې له امله یې سفارت د سپټمبر میاشتې تر پایه پورې خپل فعالیتونه دروي.

د افغانستان سفارت د هند له حکومته غوښتي چې د ویانا کنوانسیون د احکامو له مخې، په نوې دهلي او بمبۍ کې د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ملکیتونو د ساتنې مسوولیت په غاړه واخلي.

سرچینې زیاته کړې چې د هند حکومت دې د هند افغانستان وجهي صندوق په حسابونو کې ۴۰ میلیونه هندي روپۍ چې شاوخوا ۵۰۰ زره امریکایي ډالر کېږي، ساتنه دې هم وکړی.

دغه راز د سفارت له خوا به د وسایطو، کمپیوټرونو، ټاپو، رسمي اسنادو او نورو شتمنیو تفصیلي لېست هم د بهرنیو چارو وزارت سره شریک شي.

په یاددښت کې د هند له حکومته غوښتنه شوې چې د هغو ډیپلوماتانو په ګډون چې په می میاشت کې یې ویزې پای ته رسېدلي، ټولو دیپلوماتانو ته د وتلو لپاره اجازه لیکونه صادر کړي، څو دوی له خپلو کورنیو سره له هند څخه ووځي.

سفارت ویلي، چې دیپلوماتانو ته د ویزو نه تمدیدول په خپله په سیستماتیک ډول د دوی پر فعالیتونو فشار راوړل وو.

په یاددښت کې راغلي، په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د دوی کارکوونکو په سختو شرایطو کې خدمات وړاندې کړل او دا یې ثابته کړه چې د افغانستان استازیتوب ته ادامه ورکولای شي.

سرچینې زیاته کړې، د کابل له خوا د عملیاتي مالي مرستو له پرې کېدو وروسته سفارت خپل ټول کارکوونکي له دندو لرې کوي، تر هغه چې په افغانستان کې “یو مشروع حکومت” رامنځته شي.

د افغانستان سفارت د هند له حکومته غوښتي چې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ درې رنګه بیرغ رپانده وساتي.

د هند حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینو هندي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د دې بې‌لاسلیکه مکتوب یا یاددښت ارزونه کوي.

خو د افغانستان سفارت یوې لوړ پوړې سرچینې پژواک ته تایید کړه چې دا مکتوب د سفارت له خوا استول شوی دی.

Views: 946

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.