کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د روسیې په کازان ښار کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي هم په کې ګډون لري، پيل شوه.
د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مولوي امیرخان متقي په یاده غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې د تاتارستان مرکز کازان ښار ته رسېدلی دی.
د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.
د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ور بلل شوی دی.
د تاس په نوم یوې روسي رسنۍ پرون د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی و چې که افغان چارواکي د ټولګډونه حکومت جوړېدو په تړاو د نړۍوالو غوښتنې ځواب کړي، ممکن روسیه یې په رسمیت وپېژني.
هغه وايي: «طالب استازي باید له قومي او سیاسي پلوه د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ډاډ ورکړي.»
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، په دغه غونډه کې به له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزه په اړه خبرې وشي، خو ناستې ګډونوال به په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړښت ډېر تمرکز ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP