ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو

author avatar
30 Sep 2023 - 18:15
تېره اونۍ په افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو
author avatar
30 Sep 2023 - 18:15

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): تېره اونۍ د مسکو فارمټ غونډه کې له ا.ا سره پر تعامل ټینګار وشو، روسیې په سیمه کې د غیرسیمه‌ییزو لوبغاړو د فعالیتونو ډېرېدل او امنیت شورا په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه اندېښمنوونکي وبلل خو مجاهد وایي، په م.م کې بحثونه د ښځو د تعلیم او کار موضوع په لویولو سره منحرف شول.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د مسکو فارمټ غونډه کې له ا.ا سره پر تعامل او پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو پر لرې کېدو ټینګار وشو.
  • روسیه: په افغانستان او سیمه کې د غیرسیمه‌ییزو لوبغاړو د فعالیتونو ډېرېدل اندېښمنوونکي دي.
  • د امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه اندېښمنوونکي دي.
  • مجاهد: په م.م کې بحثونه د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.
  • مجاهد: ا.ا د سیمې له هېوادونو سره ښه او له لرې هېوادونو سره هم نااعلان شوی رسمي تعامل لري.
  • امریکا له نري رنځ سره د مبارزې برخه کې له افغانستان، اوکراين او برما سره ۸.۵ ميليون ډالره مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او نورستان کې هم په ورته پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د راپورو له مخې، تېره اونۍ په کاپیسا کې يو کس د تبر په ګواز وژل شوی، فارياب کې د پخواني ماين چاودنې د دوو کسانو ژوند اخیستی او په جوزجان کې هم د پخواني ماين چاودنې يو يوولس کلن ماشوم وژلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د مسکو فارمټ غونډه

تېره ورځ د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» ناسته د روسیې د تاتارستان په مرکز کازان ښار کې ترسره شوه.

د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه و وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کې برخه لرله.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ غونډه کې د مشترکو مشروعو ګټو پر بنسټ له ټولو سره مثبت تعامل ته د چمتووالي ترڅنګ وویل چې د ناتعریف شوي همه‌شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړې؛ هېوادونه دې د حکومتدارۍ بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پر ځای له اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.

د مسکو فارمټ غونډې ځینو ګډونوالو له افغانستان سره د دوستانه اړيکو او د «تعامل او همکارۍ» ژمنې تازه کړې او د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف ویلي، په افغانستان او سیمه کې د غیرسیمه‌ییزو لوبغاړو فعالیتونو ډېرېدو ته اندېښمن دي.

لاوروف ویلي چې لوېدیځو هېوادونو افغانانو ته زیانونه اړولي او باید په افغانستان کې د بیارغونې اصلي بوج هم پر غاړه واخلي.

د قرغیزستان استازي په یاده ناسته کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د افغانیو د ارزښت ثبات ساتنې، د انفلاسيون کنټرول، د فساد خلاف مبارزې او یو شمېر نورو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

یادې ناستې ته د چین استازی ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان حکومت په امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې موثر ګامونه پورته کړي او امریکا باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د متحده عربي اماراتو استازي ویلي چې دوی د یو سوله‌ییز او با ثبات افغانستان غوښتونکي دي او له دغه هېواد سره تعامل او همکاري غواړي.

د ازبکستان ځانګړي استازي ويلي چې غربي هېوادونه په غیرواقعي ډول د افغانستان منفي تصوير وړاندې کوي او ازبکستان به له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

د امنیت شورا ناسته

تېره اونۍ د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غونډه ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو بیا یې هم د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل او خبرو ټینګار کړی و.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې ناستې په اړه ویلي: «په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.»

مجاهد زیاته کړې، په یاده ناسته کې په افغانستان کې پر سراسري امنیت، عمومي عفوې، سولې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو پر جوړېدو، له کورنیو عوایدو د بودجې چمتو کېدو، ټول هېواد ته د تعلیمي بهیر غځېدو او پر لسګونو نورو پرمختګونو اصلاً بحث ونه شو، په داسې حال کې چې په کار وه د ملګرملتونو سازمان کې د تور لېست پر ختمېدو، د بندیزونو پر لرې کېدو، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو او نهایت کې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو او افغانانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ پر سپارلو بحث شوی وای او حل لار ورته پیدا شوې وای.

نا اعلان شوی رسمي تعامل

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، افغانستان غواړي له نړۍ سره ښه تعامل ولري او تر اوسه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ښه تعامل جوړ کړی. هغه زیاته کړې چې له لرو هېوادونو او نړۍوالو سره هم نااعلان شوی رسمي تعامل لري خو کله کله ځینې ستونزې د ناسمو راپورونو پر اساس رامنځته کېږي.

دغه راز، د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير د مسکو فارمټ ناسته کې ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له ګڼو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د پراخو سیاسي اړیکو او تعامل د پیل شاهد و او په دې اړه د سیمې هېوادونه ډېر مخکښ وو او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو نوی فصل دی.

هغه ویلي، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت ته له ‌ډیپلوماتیکو تشریفاتو سره سم سفیر معرفي کړ او اسلامي امارت هیله لري چې نور هېوادونه هم افغان سفیران ومني، څو د دوه اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره موثرې ښکېلتیا ته زمینه برابره شي.

له افغانستان سره مرستې

د امريکا نړۍوالې پرمختيايي ادارې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ځينو هېوادونو سره – چې وګړي يې د نري رنځ ناروغۍ له خطر سره مخ دي – له دې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې ۲۳ میليون ډالر مرسته وکړه او له يادو مرستو يې ۸،۵ ميليون ډالر افغانستان، اوکراين او برما ته ځانګړي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د بودجې د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او وايي که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، اته میلیونه افغانان به له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

دغه راز، د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف‌پي) وايي، افغانستان له سوډان وروسته د نړۍ دويم هېواد دی چې ډېر (څه باندې شپږ میلیونه) وګړي یې له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.

یاد سازمان په دې وروستیو کې څو ځلې د بودجې د کمښت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په راتلونکي ژمي کې د ۱۵ میلیونه بې‌وزله افغانانو لاسنیوي لپاره د یو میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت مرستو ته اړتیا لري.

Visits: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.