کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): افغانستان د اسیایي لوبو د کرکټ سیالیو په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره نه یواځې پای لوبې ته لاره پید کړه، بلکې په دې لوبو کې یې یو بل مډال هم یقیني کړ.
د اسیایي لوبو د کرکټ سیالیو دویمه نیمه پایلوبه د جمعې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د چین په هانګزو ښار کې ترسره شوه.
د دې لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې وګټله، خو لومړی یې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د افغان توپاچوونکو د ښې لوبې له امله پاکستاني لوبغاړي ژر وسوځېدل او د افغان بالرانو مقابله یې ونه شو کړای.
د پاکستان ټوله لوبډله په اتلسو اورونو کې په ۱۱۵ منډو وسوځېده، د افغانستان له لوري فریداحمد ملک ۳، قیساحمد او ظاهر خان دوه - دوه ګلبدین نایب او کریم جنت یو- یو لوبغاړی وسوځولو.
د افغانستان الف لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه، لوبه یې وګټله او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
د افغانستان له لوري نورعلي ځدراڼ ۳۹ او ګلبدین نایب ناسوځېدلې ۲۶ تیزې منډې جوړې کړې.
له دې بریا سره د چین په اسیایي سیالیو کې د افغانستان یو بل مډال هم یقیني شو، له دې مخکې افغانستان به وشو او تکواندو سیالیو کې څلور مډالونه ګټلي دي.
پایلوبه به سبا د هند او افغانستان ترمنځ ترسره شي.
له دې مخکې په کوارټرفاینل کې افغانستان سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










