ګردېز، بامیان (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): مسوولین وایي، د پکتیا او بامیان ولایتونو په مرکزونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا د اطلاعات او کلتور رییس ثوابجان اسلامیار پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او یو بل ټپي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پېښه نن سهار د پکتیا مرکز اړوند سټوکنډو سیمه کې د دوو موټرونو د ټکر له امله شوې ده.

د هغه په وینا، ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

بلپلو، د بامیان ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د یاد ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، دغه پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند «ریگشاد» سیمه کې د دوو کرولا موټرونو د ټکر له امله شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، یوه ښځه او دوه ماشومان د دې پېښې په ټپیانو کې شامل دي.

هغه وویل، د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه تن حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.