Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران سفیر وايي، د کانونو برخه کې د افغان متخصصینو ظرفیت لوړولو کې همکاري کوي

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره د لېدنې پر مهال افغانستان کې د کانونو استخراج په برخه کې د لازمو وسایلو او افغان متخصصینو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو په برخه کې چمتووالی ښودلی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د ایران له سفیر احمدحسن کاظمي قمي، لوړپوړو حکومتي چارواکو او د خراسان رضوي ولایت له پانګوالو سره ولېدل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې غونډه کې ویلي، افغانستان او ایران دوه ګاونډیان او وروڼه دي له همدې امله د دواړو هېوادونو اړیکي له یو بل سره نږدې او د متقابل درناوي په اساس ولاړې دي او دغه راز له کلونو راهیسې د میلیونونو افغانان کوربه دی او ګډ دیني، فرهنګي او ژبني مشترکات لري.

خبرپاڼه کې راغلي، دلاور په ټول هېواد حاکمیت او د سرتاسري امنیت ټینګښت د پانګونې لپاره په ځانګړې توګه د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب وګاڼه او له مقابل لوري یې وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه واخلي؛ د کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د ایران سفیر احمد حسن کاظمي قمي هم ویلي، افغانستان په اسلامي هېوادونو کې هغه هېواد دی چې له ایران سره ډېر مشترکات لري او خپلې ټولې اړېکې به له افغانستان سره ټینګې او دوامداره ساتي.

د کانونو وزارت لیکلي‌ چې قمي د هېواد د کانونو استخراج په برخه کې د لازمو وسایلو او افغان متخصصینو ته د زده‌کړو زمینې له برابرولو ډاډ ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.