کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د افغانستان والیبال فدراسیون وایي، د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا زون سیالیو کې بنګلهدېش ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
د مرکزي اسیا زون والیبال سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په نهمه د سریلانکا په مرکز کولمبو کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۵مې دوام کوي.
د افغانستان والیبال فدراسیون تېره شپه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا زون سیالیو په خپله دویمه لوبه کې بنګلهدېش لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
دغه راز افغانستان وړمه ورځ په دغو سیالیو کې لومړی لوبه له ازبکستانه وګټله.
د والیبال فدراسیون معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ازبکستان، نیپال، بنګلهدېش سریلانکا او سعودي عربستان لوبډلې برخه لري.
د یادونې ده، افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له نیپال سره کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن