ژبه

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ نیوزیلینډ بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیوزیلیند بنګله‌دېش ته په اسانۍ سره ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د جمعې په ورځ د تلې په ۲۱مه، د هند په چنایي ښار کې ترسره شوه، پچه یې نیوزیلینډ وګټله، لومړی یې بنګله‌دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بنګله‌دېش لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۵ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته یې د ۲۴۶ منډو هدف ورکړ.

نیوزیلینډ دغه هدف په درې څلوېښتم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

له دې درېیمې بریا سره نیوزیلینډ د نمرو په جدول کې لومړی مقام خپل کړ، یادې لوبډلې له دې مخکې انګلستان او نیدرلینډ هېوادونو ته ماتې ورکړې دي.

بنګله‌دېش بیا له افغانستانه لوبه ګټلې، نیوزیلینډ او انګلستان ته یې بایللې ده.

د دغه جام په ترڅ کې افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړې چې دواړه يې بایللې دي.