ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت: اسلامي نړۍ دې د فلسطین قضيې ته ژر رسېدنه وکړي

افغان حکومت: اسلامي نړۍ دې د فلسطین قضيې ته ژر رسېدنه وکړي

author avatar
14 Oct 2023 - 16:48
افغان حکومت: اسلامي نړۍ دې د فلسطین قضيې ته ژر رسېدنه وکړي
author avatar
14 Oct 2023 - 16:48

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د غزې ښار له شماله د فلسطینیانو جبري بې‌ځایه کېدنه جنګي جنایت بولي او وايي، هغه هېوادونه چې د بشر حقونو له موضوع استفاده کوي، د فلسطین پر مظلومیت چوپ دي.

دغه راز اسلامي امارت یو ځل بیا د غزې په تړانګه کې د اسرائیل بریدونه غندلي، د فلسطین له خلکو يې ملاتړ کړی او پر اسلامي هېوادونو یې غږ کړی چې د فلسطین قضيې ته دې ژر رسېدنه وکړي.

له تېرې یوې اونې راهیسې د فلسطین او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ په غزې ښار کې توده جګړه روانه ده؛ د راپورونو له مخې، تر اوسه تر ۱۹۰۰ کسانو پورې مړه شوي او له ۷۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي؛ ملګري ملتونه دغه جګړه بې مخینې بللې ده.

افغان حکومت یو ځل بیا له فلسطینه خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان اسلامي امارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اسرائیلي پوځیانو د غزې په تړانګه کې پر فلسطینانو سخت بریدونه کړي، له کورونو د وتلو خبرداری یې ورکړی او په یاده سیمه یې پر لومړنیو توکو بندیز لګولی چې دغه ستر انساني وحشت دوی پر کلکو ټکو غندي.

په اعلامیه کې راغلي: «یو ځل بیا خپله خواخوږي او ملاتړ د فلسطین له مظلوم ولسه اعلانوو او له نورې اسلامۍ نړۍ هم غواړو چې د مظلومو فلسطینیانو لاسنیوی وکړي او په دې ستر الهي امتحان کې بې تفاوته پاتې نه شي.»

«هغه هېوادونه چې د بشر حقونو له موضوع استقاده کوي، د فلسطین پر مظلومیت خاموش دي»

د افغانستان سرپرست حکومت ویلي: «هغه هېوادونه او سازمانونه چې په نورو خپلواکو هېوادونو کې د مداخلو لپاره د انساني او بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونو له موضوع استفاده کوي، هغوی نن ولې له وحشت سره مخ فلسطیني ښځو، نارینه وو او ماشومانو په ښکاره حق تلفوي او پر مظلومیت یې خاموشه دي او یا هم د غاصبینو ملاتړ کوي؟»

سرچینې زیاته کړې، دغو هېوادونو ته د بشري حقونو موضوع ارزښت نه لري، بلکې دا شعار صرف هغه وخت کارول کېږي چې د دوی شومې سیاسي او استخباراتي موخې ورپورې وتړل شي او د فلسطین په موضوع کې د ملګرو ملتونو سازمان او د امنیت شورا حیثیت او مؤثریت هم ټولې انساني ټولنې ته جوتېږي.

«د غزې تړانګې له شماله د فلسطینیانو جبري بې‌ځایه کېدنه جنګي جنایت دی»

د اسلامي امارت اعلامیې له مخې، د غزې تړانګې له شمالي سیمو د څه باندې ۱،۲ میلیونه فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو هڅه او د فلسطیني سیمو پلان شوی الحاق یو جنګي جنایت دی او په دې اړه د نړۍوالو جوړښتونو غير مؤثر دريځ د اوسني نړۍوال نظم بې‌سابقې ناکامي ښيي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي امارت په ټوله نړۍ خصوصاً پر اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ کوي څو د فلسطین قضيې ته هر څومره ژر چې کېدای شي، رسېدنه وکړي او د اسرائیلو د وحشت او بې مهاره اقداماتو مخه ونیول شي، کنه نو هلته د روانو حالاتو په نتیجه کې د هر ډول انساني ناورین مسوولیت به د ټولو پر غاړه وي.

Views: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.