ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان دفاعي اتل انګلیستان ته ستره ماتې ورکړه

د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان دفاعي اتل انګلیستان ته ستره ماتې ورکړه

author avatar
15 Oct 2023 - 21:05
د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان دفاعي اتل انګلیستان ته ستره ماتې ورکړه
author avatar
15 Oct 2023 - 21:05

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د یو ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې  افغانستان د تېر نړۍوال جام اتلې لوبډلې انګلیستان ته ستره ماتې ورکړه.

دا لوبه د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۲مه د هند پلازمېنې ډیلي کې ترسره شوه.

د دې لوبې پچه انګلیستان وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان لوبغاړو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ډېره ښه لوبه پیل کړه او دواړو په ملګرتیا تر سلو ډېرې منډې جوړې کړې.

خو په ۱۱۶ منډو لومړی ابراهیم ځدراڼ او بیا ورپسې رحمت شاه، بیا لوبډلمشر حشمت شهیدي وسوځېدل او لوبډله تر فشار لاندې راغله.

خو ورپسې اکرام علي خېل چې د نجیب ځدراڼ پر ځای ورته چانس ورکړل شوی و، ډېره ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله، د لوبې په وروستیو برخو کې عظمت الله عمرزي، راشد خان او مجیب ځدراڼ هم تیزه لوبه وکړه او د افغانستان منډې یې ۲۸۴ ته ورسولې.

د افغانستان له لوري ګربز ۸۰، اکرام علي خېل ۵۸، ابراهیم ځدراڼ او مجیب ځدراڼ ۲۸، ۲۸، راشد خان ۲۳ او عظمت عمرزي ۱۹ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لوبډلې کله چې د هدف ترلاسه کولو په موخه لوبه پیل کړه؛ نو په ۳۲ منډو یې دوه لوبغاړي د مجیب او فاروقي لخوا وسوځول شول، په ۶۸ یې درېیم لوبغاړی وسوځېدل او له دې سره لوبډله تر فشار لاندې او په وقفه یي توګه یې لوبغاړي وسوځېدل.

دغه راز د انګلستان ټوله لوبډله په یو څلوېښتم اوور کې په ۲۱۵ منډو وسوځېدله او افغانستان دا لوبه د ۶۹ منډو په ستر توپیر وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان او مجیب ځدراڼ درې درې، محمد نبي، نوین الحق او فضل حق فاروقي یو یو لوبغاړی وسوځول.

مجیب ځدراڼ چې ۲۸ منډې جوړې کړې او درې مهم لوبغاړي یې هم وسوځول ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

تر دې مخکې هندوستان او بنګله دېش افغانستان ته ماتې ورکړې وه. افغانستان د رو ان جام سیالیو د نومرو په جدول کې شپږم مقام کې دی.

دا دریېم ځل دی چې افغانستان د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو کې ګډون کوي، تر اوسه یې یواځې په ۲۰۱۵ کال کې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه، او انګلستان ته په ماتې ورکولو سره یې دویمه بریا ترلاسه کړه.

[/restrict]

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.