ژبه

بغلان کې یو پلار د زامنو له بنده ازاد شو

پلخمري (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یې یو ۷۵ کلن سپین‌ږیری د هغه د زامنو له بنده خوشی کړی دی.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت د مرکز پلخمري په حسین‌خېلو کلي کې د سیدګل په نوم یو سپین‌ږیری چې د خپلو زامنو له خوا په خپل کور کې په ځنځیر تړل شو و، خوشی کړی دی.

هغه زیاتوي چې دغه سپین‌ږیری شاوخوا ۷۵ کلن دی او له ۱۵ میاشتو راهیسې د خپلو زامنو له خوا بندي شوی و.

د هغه په خبره چې په دې اړه یې د راپور له ترلاسه کولو وروسته سمدستي اقدام وکړ او یاد سپین‌ږیری یې ازاد کړ.

د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه راز وویل، د دغه پلار د بندي کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي خو د هغه د زامنو نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د حسین‌خېلو کلي د ګذر وکیل حاجي فرهاد احمدزی وايي چې دغه پېښه له حسین‌خېلو کلي نږدې پنځه کيلومتره لرې د ولې‌خېلو په نوم کلي کې شوې ده.

هغه پژواک ته وویل: «زما د معلوماتو له مخې، دغه بوډا عصبي ناروغي لري او زامنو يې د دې لپاره بندي کړی چې له کوره لرې لاړ نه شي او یا ځان ته زیان ونه رسوي.

ورته موضوع