ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ترکیې شارژدافیر: په سختو حالتونو کې د افغانانو ترڅنګ درېدل زموږ وجیبه ده

کابل کې د ترکیې شارژدافیر: په سختو حالتونو کې د افغانانو ترڅنګ درېدل زموږ وجیبه ده

author avatar
8 Nov 2023 - 14:39
کابل کې د ترکیې شارژدافیر: په سختو حالتونو کې د افغانانو ترڅنګ درېدل زموږ وجیبه ده
author avatar
8 Nov 2023 - 14:39

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): کابل کې د ترکیې نوي شارژدافیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په تعارفي ليدنه کې د هرات له زلزله‌ځپلو سره له بشري مرستو بار رېل‌ګاډي د راتلو خبر ورکړ او وایي چې هېواد یې په سختو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه ګڼي.

د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني افغانستان کې د ترکیې له نوي شارژدافیر جنک اونال سره تعارفي ناسته وکړه.

د ترکیې نوي شارژدافیر د دواړو هېوادونو تاريخي اړیکو ته په اشارې وویل: «دواړه ملتونه داسې ګډ ارزښتونه لري چې د اړیکو ټینګ بنیاد یې جوړېږي او د دغو روابطو پالل او پراخول زمونږ دنده او ماموریت دی. ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه بولي.»

هغه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او زياته یې کړه چې په دغه هېواد کې روان وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی.

جنک اونال په ياده لیدنه کې له بشري مرستو بار اتم اورګاډي د راتلو خبره هم ورکړ او ويې ویل چې په را رسېدو سره به یې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک بشري مرستې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې په انقره کې د افغانستان سفارت له ۵۰۸ ټنه بار بشري مرستو رېل‌ګاډی د راتګ خبر ورکړی چې خوراکي توکي، کمپلې، درمل، د ژمني جامې، جنراتورونه، بخارۍ او د پخلنځي توکي په کې بار دي او تر راتلونکو ۱۵ ورځو به هرات ته راورسېږي.

دغه راز، د کورنيو چارو سرپرست وزیر په ياده لیدنه کې وويل: «د افغانستان او ترکیې اړیکې په تاریخ کې ژورې رېښې لري؛ دا دوه مسلمان ملتونه په سختو او ښو ورځو کې د یو بل په څنګ کې پاتې دي، زمونږ د بهرنیو چارو وزارت مسوولين په ترکیه کې او تاسې په افغانستان کې د هغو تاريخي اړیکې پاللو او پراخولو لپاره هڅه وکړئ.»

هغه د ټولې اسلامي نړۍ پر وحدت ټینګار وکړ.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.