ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د یوه روغتون بیارغولو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د یوه روغتون بیارغولو چارې پيل شوې

author avatar
20 Dec 2023 - 18:29
ننګرهار کې د یوه روغتون بیارغولو چارې پيل شوې
author avatar
20 Dec 2023 - 18:29

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست وایي، د ۲۳۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دغه ولایت هسکې مینې ولسوالۍ کې د جګړو له امله د یوه ړنګ شوي روغتون د بیارغونې چارې پيل شوې.

 د ننګرهار ولایت د عامې روغتيا رئیس مولوي امين الله شريف په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه روغتون د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ «یو‌ان‌اچ‌سي‌ار» په مالي مرسته رغول کیږي.

هغه وویل: «هیواد مو جګړو وران کړی دی، په پوره توان سره به یې بېرته رغوو، د هېواد په بيا ابادۍ کې د ولس همکاري هم ډېره مهمه ده، په نورو ولسواليو کې به هم ورته روغتيايي مرکزونه بېرته رغول کېږي او خلکو ته به اساسي روغتيایي خدمتونه وړاندې کېږي.»

په دغه ولسوالۍ کې یو قومي مشر غورځنګ د یاد روغتون د بیارغونې لپاره خوښي څرګندوي او وایي چې د یادې سېمې اوسېدونکي د روغتیایي خدماتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او خپل ناروغانو نورو سېمو ته لیږدوي.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.