ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: شری ساري ناروغي ده، پر وړاندې یې باید ماشومان واکسین شي

ډاکټران: شری ساري ناروغي ده، پر وړاندې یې باید ماشومان واکسین شي

author avatar
21 Dec 2023 - 15:39
ډاکټران: شری ساري ناروغي ده، پر وړاندې یې باید ماشومان واکسین شي
author avatar
21 Dec 2023 - 15:39

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): ډاکټرا وايي، شری یوه ساري ناروغي ده او کورنۍ باید خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، روغتیا او چاپېریال ساتنې ته پام وکړي او پر دې ناروغۍ اخته کسان دې ژر ژره روغتون ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۱ کال کې د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ‎د یوه راپور په خپرولو ویلي وو، افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د شري تر ټولو ډېرې ‎‎پېښې په کې ثبت شوې دي.

هغه مهال د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو د شري ناروغۍ د پېښو کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او په هېواد کې یې د واکسین د کمپاین د پیل خبر ورکړی و.

ډاکتران له کورنیو غواړي څو خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

په کابل کې «د ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټيټیوټ» کې د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص ډاکټر امیداحمد فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، «شری ‎یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي.»

هغه وايي، دغه ناروغي ځانګړی وخت نه لري؛ کېدای شي هر مهال یو څوک پرې اخته شي.

د نوموړي په خبره، تبه، ټوخى، د پزې بهېدل، سينه‌ بغل، د سترګو سرې کېدل، بې‌اشتهايي، ‎سخت پېچ، د جلد بخار، د ستوني درد او په خوله کې ‎د سپینو داغونو پیدا کېدل د دې ناورغۍ له نښو دي.

هغه زياته کړه: «د شري ناروغي په یوازې ډېره خطرناکه نه ده، خو که د پېچ او سينه‌بغل په څېر نورې ګډوډۍ ورسره پیدا شي، نو د مغزي میکروب ویروس جوړوي او کېدا شي د ناروغ وضعیت لا خراب کړي او ان د مړینې لامل یې شي.»

نوموړي ‎وویل چې د شري ناروغۍ کچه د نورو هېوادونو په پرتله په اسیایي هېوادونو کې ډېره ده؛ ځکه چې دلته حفظ الصحه لږ مراعاتېږي.

سرچينې زياته کړه چې په دغه روغتون کې په شري د اخته کسانو ‎کره شمېر نشته خو هره ورځ پر دې ناروغۍ اخته دوه یا درې کسان یاد روغتون ته مراجعه کوي.‎

نوموړي کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې د ماشومانو واکسینولو ترڅنګ شخصي او چاپېریالي روغتیا ته پاملرنه وکړي ‎او کله چې یو څوک پر دې ناروغۍ اخته کېږي، ژر تر ژره دې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

د ډاکتر فيضي په وينا، کله چې يو ماشوم پر دې ناروغۍ اخته کېږي، بايد له روغو ‎ماشومانو لرې وساتل شي.

ورته مهال، په کابل ښار کې د «شینوزاده» خصوصي روغتون د ماشومانو جراحۍ څانګې متخصص ډاکټر عجب‌ګل مومند وویل، شری ساري ناروغي ده او ټولې کورنۍ باید د واکسین په تطبیقولو سره خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې وقایه کړي.

نوموړي زیاته کړه: «شری ‎یوه ناروغي ده چې کېدای شي هرڅوک پرې اخته شي او دا په هوا کې د خپرېدونکو ویروسونو په شمېر پورې اړه لري او له ناروغ څخه روغ کس ته لېږدي.»

هغه وویل چې له نا ارامۍ سره زکام، بې‌اشتهايي، تبه، ټوخی، د سترګو له کونجونو د میکروب پیل د دې ناروغۍ نښې دي او وروسته پر بدن هم راڅرګندېږي.‎

هغه وايي، پر دې ناروغۍ ماشومان او لویان دواړه اخته کېدای شي خو هغه ماشومان په شري ناروغۍ ډېر د اخته کېدو له ګواښ سره مخ وي چې واکسین شوي نه دي.

هغه زياته کړه، که په سمه توګه د دې ناروغۍ درملنه ونه شي، د ناروغ وضعیت ‎‎نور هم خرابېږي او ان د مړینې لامل یې هم کېدای شي.

نوموړي له کورنيو وغوښتل چې د دې ناروغۍ پر وړاندې د وقایې لپاره ‎دې د روغتیا ساتنې ترڅنګ خپل ماشومان واکسين کړي.

هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته کېږي، باید ماسک وکاروي، ځان له روغو کسانو لرې وساتي، له ښو خوړو او مېوو استفاده وکړي او د ډاکترانو له سپارښتنې سره سم خپل درمل پر وخت وخوري.»‎

نوموړي دغه راز ‎کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې د ناروغانو پوښتنې ته د تګ ‎پر مهال دې ماشومان له ځان سره نه بیايي، روغتیا ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي او له ناروغ سره له تماس وروسته باید خپل لاسونه په صابون ومینځي.

سرچينه وايي چې په شري ناورغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو هره ورځ دوه تر درې ناروغان یاد روغتون ته مراجعه کوي.

بلخوا، د کابل ښار د احمدشاه‌بابا مېنې اوسېدونکی حکمت‌الله توتاخېل وايي: «نن مې خپل وراره شینوزاده روغتون ته راوست چې د شري پر ناروغۍ اخته شوی دی.»

هغه وايي چې د ماشوم وضعیت یې ‎خراب و، له همدې امله يې روغتون ته راوستلى دى.

په همدې حال کې، پر شري د اخته ماشومې اسما مور چې نه یې غوښتل د کامرې مخې ته راښکاره شي، وویل: «یوه هفته کېږي چې لور مې شري نیولې، ‎کور کې مو یې ډېره درملنه وکړه خو ګټه یې ونه کړه، ‎اوس مجبوره شوم ډاکټر ته مې راوسته چې ښه شي.»

هغې هیله څرګنده کړه چې لور یې ژر تر ژره روغه شي او له نورو میندو یې وغوښتل ‎چې که ماشومان یې پر دې ناروغۍ اخته کېږي، نو بې‌پروايي دې نه کوي او ژر تر ژره دې روغتیايي مرکز ته بوځي.

Visits: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.