Language

لغمان کې په یوه کور کې اورلګېدنې له امله دوه کسان مړه شوي

[restrict paid="true"]

مهترلام (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي د کب په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اورلګېدنې دغه پېښه نن شاوخوا ۱۲ بحې د مرکز مهترلام ښار اړوند د هرمل سیمه کې د ډاکټر مهمند په کور کې شوې وه.

هغه زیاته کړه، اورلګېدنه د ګازډبې چاودنې له امله رامنځته شوې چې له امله یې د یادې کورنۍ يوه مېرمن او یوه شپږ کلنه ماشومه مړه شوي او یو پنځه کلن ماشوم ټپي دی.

د غازي په وینا، په یاده اورلګېدنه کې د کور ټول توکي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

[/restrict]