Language

د هرات ښار دوولسمه ناحیه کې یو سړک جوړ شو

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۴۰۲): د هرات د ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د دوولسمې ناحيې په مربوطاتو کې د برادران جامي سړک پخولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سړک د ګټې اخیستنې پرمهال د هرات ښاروالۍ مسوولینو وویل چې دغه سړک د یو کیلومتره په اوږدوالي او ١٢ مترو په سور سره د ١٣، ۵ ميليون افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې د ۳ میاشتو په موده کې جوړ شوی او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

مسوولینو د دغه سړک د کار د ښه کيفيت او د نورو پراختيايي پروژو د کار څرنګوالي په اړه د دغه ولايت ښاريانو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د دې ادارې مسوولين او انجنيران د ټولو پروژو د کار له معیار او کیفیت څخه په دوامدار ډول څارنه کوي.

په همدې حال کې د هرات ښار دوولسمې ناحيې اوسېدونکو د یاد سړک جوړېدو له امله خوښي څرګندوي او د ښار په پراختيا کې د ښاروالۍ لاسته راوړنې او فعاليتونه د قدر وړ بولي.