ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باغیس د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي د تفریحي پارکونو جوړېدو غوښتنه کوي

د باغیس د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي د تفریحي پارکونو جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
1 Apr 2024 - 14:56
د باغیس د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي د تفریحي پارکونو جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
1 Apr 2024 - 14:56

قلعه‌نو (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د باغیس د مرکز قلعه‌نو ښار ځیني اوسېدونکي په دغه ښار کې د پارکونو له نشتوالي شکایت او د جوړېدو غوښتنه یې کوي، خو مسوولین وايي چې د کافی بودجې او ځمکې نشتوالي له امله په دې برخه کې کوم پلان نه لري.

دغه کسان د تفریحي پارکونو جوړولو برخه کې تېر حکومت پر بې‌غورۍ تورنوي او په دې برخه کې د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د قلعه‌نو ښار یوه اوسېدونکي محمدعثمان پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم چې د تېر حکومت پر مهال مسوولینو څو ځله په قلعه‌نو ښار کې د تفریحي پارکونو جوړولو ژمنې ورسره کړې وې، خو تر اوسه په دې اړه کوم عملي اقدام نه دی شوی.

هغه زیاتوي چې تفریحي پارکونه د ټولنې اساسي اړتیا ده او اړوند بنسټونه باید د د پارکونو جوړولو برخه کې عملي اقدامات وکړي.

هغه وویل: «د تفریحي پارکونو نشتوالی لویه ستونزه ده، په ځانګړې ډول د ځوانانو لپاره چې په ښار کې ژوند کوي، له بده مرغه په جمهوریت کې هم په دې برخه کې کوم کار نه دی شوی او اوس هم کوم اقدام نه دی شوی، موږ د ښاروالۍ له ریاسته غواړو چې هڅه وکړي او پارکونه جوړ کړي.»

د قلعه‌نو ښار بل اوسېدونکي جلیل‌احمد هم په دغه ښار کې د پارکونو پر نشتوالی نیوکه وکړه و ویې ویل چې تر اوسه په دغه ښار کې د تفریحي پارک جوړولو برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

هغه هیله لري چې اړوند بنسټونه په قلعه‌نو ښار کې د تفریحي پارکونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ له ډېرو ستونزه سره مخ یو؛ ځکه زموږ په ولایت کې یو تفریحي پارک هم نشته، له دولته هیله لرو چې د تفریحي پارک جوړولو برخه کې اقدام وکړي.»

ورته مهال، د قلعه‌نو ښاروالۍ مسوولین د تفریحي پارکونو نشتون په تړاو د هېوادوالو نیوکې تاییدوي.

د قلعه‌نو ښاروال، نظرمحمد وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځمکې نشتوالی او د ځمکې پېرېدو لپاره د کافي بودجې نشتون هغه لاملونه دي چې له امله یې تر اوسه دې برخه کې اقدام نه دی شوی.

نوموړی وايي، که څه هم اوسمهال د قلعه‌نو ښاروالۍ دغه ښار کې د تفریحي پارکونو په تړاو کوم ځانګړی پلان نه لري، خو هیله‌مند دي چې راتلونکي کې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

سرچینه زیاتوي: «هر انسان تفریح ته اړتیا لري او باید هر ښار یو تفریحي پارک ولري خو له بده‌مرغه تر اوسه د ځمکې نشتوالي له امله د خلکو دا غوښتنه نه ده پوره شوې، موږ هڅه وکړه چې پارک جوړ کړو خو د ښاروالۍ ریاست ځمکه نه لري چې پارک جوړ کړي.»

هغه زیاتوي: «موږ له هغو خلکو سره چې ځمکې لري، هم خبرې وکړې چې یو شخصي تفریحي پارک جوړ کړي، خو بریالي نشو؛ ځکه چې د ښاروالۍ اداره دویمه درجه ده، بودجه هم نه لرو چې ځمکه وپېرو او اوسمهال د پارک جوړولو کوم پلان هم نه لرو، خو هیله‌مند یو چې راتلونکي کې دې ستونزې ته رسېدنه وکړو.»

د یادونې ده چې د تېر حکومت پر مهال د تفریحي پارکونو جوړولو په تړاو ډېرې ژمنې شوې وې خو عملي نه‌شوې.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.