کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ناڅاپي سفر د چچین اسلامي جمهوریت ته سفر کړی دی.
اسوشیټېد پرېس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې پوتین وروسته له ۱۳ کلونو چچین ته سفر کړی دی.
د راپور له مخې، پوتین مخکې له دې چې ړ روسیې د ځانګړو ځواکونو له اکاډمي لیدنه او دغه راز له هغو داوطلبو ځواکونو سره خبرې وکړي چې اوکراین ته له لېږد مخکې هلته روزل کېږي، د چچین رهبر رمضان قدیروف یې هرکلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، پوتین د جګړې د داوطلبانو ستاینه کړې او ویلي یې دي، څو چې روسیه د دوی په څېر کسان ولري، ماتې یې ناشونې ده.
راپور کې راغلي چې پوتین د روسیې پر کورسک سیمې د کيیف برید غندلی او د اوکراینیان یې د هېواد «د بېثباته کولو پر هڅه» تورن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولادمیر پوتین مخکې له دې د اذربایجان پلازمېنې باکو ته سفر کړی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن