Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراقچي: افغان چارواکي د حقابې په اړه ښکلی تعبیر لري

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته خپل سفر مثبت ارزولی او وايي، په دغه سفر کې، په ځانګړې توګه د پولو د امنیت او په ایران کې د افغان کډوالو اړوند مسایلو په اړه خبرې وشوې او افغاني چارواکي د ایران د حقابې په اړه ښکلی تعبیر لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پرون د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی و او له رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي او د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد سره یې لیدنې وکړې.

د ایرنا د راپور له مخې، عراقچي له خبریالانو سره خبرو کې یادې لیدنې ډېرې مثبتې ارزولې او ویلي یې دي چې له افغان چارواکو سره یې د اوبو، کډوالو، امنیت او پولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وايي: «د اوبو بحث زموږ لپاره یو جدي بحث و، د افغانستان پر وړاندې زموږ کړنلاره یوه مثبته او رغنده کړنلاره ده، هم رییس‌الوزراء او هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د ایران حقابه به د هیرمند معاهدې پر اساس ورکول شي او بل ښکلی تعبیر یې دا و چې ان که معاهده هم نه وای، زموږ شرعي او انساني دنده دا ایجابوي چې اوبه ایران ته ورسوو، یو شمېر فني ټکي شته چې ټاکل شوې د همکارۍ په صورت کې حل شي، البته ورښتونه هم اغېزناک دي، د وچکالۍ پدیده یوه داسې پدیده ده چې ټوله سیمه یې نیولې خو دا چې وچکالي په واقعیت کې په کومه کچه کې ده او اوبه په کومه اندازه دي او په کومه اندازه نه دي، دا هم یو فني بحث دی چې باید په دوه اړخیزه توګه حل و فصل شي.»

د هغه په وینا، په دې اړه هوکړې شوې او اصله قضیه «په کابل کې زموږ د دوستانو د تایید وړ ده او ان‌شاءالله وبه څارل شي.»

عراقچي زیاته کړه: «په دې اړه چې څرنګه هغه ګټې چې د دواړو هېوادونو لپاره په نظر کې نیول شوې، تامین کړو او په مقابل کې اندېښنې کمې کړو او لا ښه مسیر رامنځته کړو؟ د سرحدونو امنیت مهم بحث و چې ترسره شو او د دواړو خواوو ټینګار پر دې و چې د پولو امنیت مهم دی، له پخوا څخه پر ځینو تدابیرو فکر شوی چې ډېر به یې عملي شي.»

عراقچي دغه‌راز ویلي: «د کډوالو او په ایران کې د هغوی د ډېروالي موضوع زموږ یو جدي بحث و، هوکړه او خبرې وشوې چې موږ د همکارۍ لار ونیسو چې څرنګه ناقانونه کډوال وکولای شي په عزت بېرته خپل هېواد ته راوګرځي او په خپل هېواد کې مناسب شرایط ولري، د افغانستان لوري نظر په دې اړه ډېر مثبت و، البته دا داسې څه نه دي چې په یوه شپه یا ان په یو یا دوو کلونو کې ترسره شي خو باید پیل شي او توافق شته چې موږ دغه حرکت پیل کړو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغانستان ته یې سفر یو ښه سفر و او اوس د پخوا په پرتله د تهران او کابل ترمنځ ښه درک او لا ډېر تعاملونه شته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.