کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، اللهمحمد غضنفر د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو او پر ځای یې ننګیال خروټی ملي لوبډلې ته راغلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او ورو توپ اچوونکی اللهمحمد غضنفر د کرکټ نړۍوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو.
په اعلامیه کې راغلي: «د ډاکټرانو د راپور پر بنسټ، د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو پر مهال د نوموړي د ملا د L4 مهرې چپ اړخ کسر کړی دی چې د پوره درملنې سربېره لا هم له یادې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له امله به یې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم، نوموړی لږ تر لږه څلور میاشتې له هر ډول سیالیو لرې پاتې شي او په همدې موده کې به تر درملنې لاندې وي.»
کرکټ بورډ زیاته کړې چې د نوموړي پر ځای ننګیال خروټی چې له دې مخکې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی.
سرچینې ویلي چې د ملي لوبډلې بل تکړه ورو توپ اچوونکی مجیبالرحمن هم تر اوسه په یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون جوګه نه دی او د اړوند ډاکټر له سپارښتنې سره سم به د یوې مودې لپاره له یو ورځنیو سیالیو لرې وي.
د یادونې ده، چمپینز ټرافي سیالۍ د روانې فبروري میاشتې په ۱۹مه پاکستان کې پیلېږي چې افغان لوبډله په لومړي ځل په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP