Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د غزني بدني روزنې او ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د غزني بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، په الکوزي ورزشي جمنازیوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

نوموړي وویل، د دغه جام په لومړۍ لوبه کې «اټک غزنه» لوبډلې وکولای شول خپلې سیالۍ عقاب سیاه لوبډلې ته اته د دوو پر وړاندې ماتې ورکړې.

دغه راز، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي احمد زبیر پژواک ته وویل، خوښ دی چې دغه ډول سیالۍ په لاره اچول شوې دي.

هغه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په دغه ولایت کې معیاري ورزشي ډګرونه جوړ شي.

دا په داسې حال ده چې په غزني کې د والیبال او کرکټ رمضان جام سیالۍ هم پيل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.