Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایرلېنډ: د افغانستان کرکټ له ملي لوبدلې سره د مالي ستونزو له امله د لوبو لړۍ نشو ترسره کولی

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د ایرلېنډ کرکټ بورډ وایي، سږ کال له افغانستان سره د مالي ستونز له امله د سیالیو لوبلړۍ نه ترسره کوي.

د ایرلېنډ کرکټ بورډ پرون د خپلې ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د لوبو مهالوېش اعلان کړ.

کرېک‌انفو وېبپانې پرون په یوه راپور کې ویلي، ټاکل شوې وه چې ایرلېنډ له افغانستان سره یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اووریزه لوبې ترسره کړي، خو ټولې اووه واړه لوبې لغوه شوې دي.

په دغه راپور کې د ایرلېنډ د کرکټ بورډ د رییس، وارین ډیوټروم له قوله لیکل شوي، دا لوبې د سیاسي دلایلو له مخې نه، بلکې د مالي ستونزو له امله لغوه شوې دي.

ډیوټروم ویلي: «یوه پلان شوې لړۍ چې د مالي دلایلو له امله به پر مخ لاړه نه شي د افغانستان پر وړاندې ده؛ دا پرېکړه زموږ د لنډمهاله بودجې محدودیتونو د مدیریت یوه برخه ده او همدارنګه زموږ اړتیا ده چې د بورډ د ماموریت سره سم عمل وکړو څو د سازمان په ستراتیژیکو اهدافو کې متوازن پانګونه ترسره کړو.»

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د ایرلېنډ لوبډله په خپل کوربه‌توب له وېسټ‌انډیز سره درې یو ورځنۍ لوبې او په جون میاشتې کې درې شل اووریزه لوبې او د همدې کال په سپټمبر میاشت کې بیا له انګلستان سره درې شل اووریزه لوبې ترسره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.