کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قزاقستان د جمهوري دولت د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین د دغه هېواد د خصوصي سکټور د استازو په ګډون د یوه لوړپوړي دولتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.
سرچینې لیکلي چې دغه سفر د افغان – قزاق د سوداګریز نندارتون جوړېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی دی.
سرچینې لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال د راسېدو پرمهال د هغه هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د قزاق – افغان سوداګریز نندارتون سبا د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو او خصوصي سکټور استازو په شتون کې کابل کې پرانیستل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون په ترڅ کې به د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټ په برخو کې د همکارۍ فرصتونو په اړه بحث هم وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP