کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د ا.ا د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په دویمه غونډه کې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته له افغانستانه د څارویو صادرولو اجازه ورکړل شوه او دغه راز د چارو ادارې ته یې دنده سپارلې چې پانګهوالو ته د چارو اسانولو لپاره یو جامع طرزالعمل جوړ کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون دویمه ځانګړې غونډه ترسره شوه.
سرچينې لیکلي چې په دې غونډه کې د جماديالاول میاشتې په درېیمه نېټه د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په لومړۍ ترسره شوې غونډه کې د شوو پرېکړو تعقیبي راپورونه وړاندې شول.
خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي، په دې غونډه کې د یوه منظم میکانیزم له مخې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړل شوه او له شپږو میاشتو وروسته به د پخوا په څېر اجراات ترسره کېږي.
همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، څو له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ په امارتي ادارو کې د پانګهوالو او سوداګرو د کارونو د ژر طی مراحل او په ټولو برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه جامع طرزالعمل جوړ کړي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې غونډه کې دغه راز د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د لومړۍ غونډې د شوو پرېکړو د تطبیق په موخه اړوندو وزارتونو او ادارو خپل راپورونه وړاندې کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP