Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عامې روغتیا ریاست: تورخم کې د کډوالو درملنې لپاره یو روغتون او ۱۱ روغتیايي مرکزونه فعال دي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي چې په تورخم ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو د درملنې لپاره د یو ۲۰ بستریز روغتون په ګډون، ۱۲ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد. د راپورونو له مخې، له هغې را وروسته څه باندې سل زره افغانان په جبري ډول را ایستل شوي دي.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس مولوي امين‌الله شريف پژواک خبري اژانس ته وویل، په تورخم کې له پاکستانه د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره پر نورو خدماتو سربېره روغتيا برخه کې هم پراخې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

دی وايي، د يو ۲۰ بستريز روغتون په ګډون يې د بېلابېلو ادارو په همکارۍ ۱۲ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې هره ورځ په کې د سلګونو کسانو درملنه او کتنه ترسره کېږي.

دی وايي، په تېره شاوخوا يوه میاشت کې چې د کډوالو د راتګ دويمه څپه پيل شوې تر اوسه دغو روغتيايي مرکزونو ته ۶۶ زره او ۹۵۱ کسانو مراجعه کړې ده.

دی زياتوي: «د سراپا ناروغانو سربېره د حاد تنفسي ناروغيو، اسهالاتو، د سرخکان مشکوک ناروغان، د ډينګي ناروغۍ مشکوک ناروغان، د جلدي، رواني، نسايي ولادي، د ماشومانو واکسین، له ۵ کلنۍ کم‌عمره ماشومانو، د شدید او متوسط سوءتغذي ماشومانو، مالریا او د توبرکلوز د مشکوکو ناروغانو درملنه او کتنه شوې ده.»

هغه وويل، تر اوسه په تورخم کې په دغو روغتيايي مرکزونو کې ۶۳ ماشومان زېږېدلي او يو شمېر هغه ناروغان چې په تورخم کې د درملنې وړ نه وو، د ننګرهار ولايتي روغتونونو ته راجع شوي دي.

د روغتيا رييس وايي، پر دې سربېره وخت ناوخت ځينې خصوصي روغتونونه هم په تورخم کې لنډمهاله کمپونه جوړوي او راستنېدونکو کډوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

نصيرالله چې د پاکستان له پنجاب ایالت څخه په جبري ډول را ایستل شوی، وايي، کله چې تورخم ته را ورسېدل د لارې ستړیاوو او د هوا بدلون ټوله کورنۍ ناروغه کړې وه چې دلته يې ښه درملنه وشوه.

يو بل کډوال غلام حسین چې له پاکستان راستون شوی، وايي، د تورخم په روغتيايي مرکزونو کې د درملنې ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.