کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ له امله د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د سوپر لیګ پاتې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
یاد بورډ تر اوسه د پاتې لوبو کره نېټې او لوبغالي نه دي اعلان کړي.
سرچينې لیکلي: «کراچۍ کینګز vs پېښور زلمي، پېښور زلمي vs لاهور قلندرز، اسلاماباد یونایټیډ vs کراچۍ کینګز، ملتان سلطانز vs کوېټه ګلیډیېټرز، کوالیفایر (د لومړي او دویم مقام لوبډلو ترمنځ)، ایلیمینیټر۱ (د درېیم او څلورم مقام لوبډلو ترمنځ)، ایلیمینیټر۲ (د کوالیفایر بازنده او ایلیمینیټر۱ ګټونکي ترمنځ)، او فاینل( پایلوبه د وروستۍ دوو پاتې لوبډلو ترمنځ)، هغه لوبې دي چې په متحده عربي امارتو کې به ترسره شي.»
د راپورونو له مخې، د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ له امله تېره شپه هند هم د خپل غوره لیګ یوه لوبه لغوه کړې وه.
د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پهکې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.
هند دغه برید په پاکستان پورې تړلی بولي، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل پهکې ردوي.
د چهارشنبې په شپه هندي رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هېواد هوايي ځواک د پاکستان پر ځینو سیمو برید کړی، خو په دغو بریدونو کې ملکي وګړي او پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.
خو د پاکستان چارواکو ویلي چې د هند په بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي او د هند شپږ الوتکې یې له منځه وړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP