غزني (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي، غزني ښار کې د ولایت په کچه د دوولس غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د «خواجه علي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د والیبال دغه سیالۍ چې دوه میاشتې مخکې د ورزشي امریت په جمنازیم کې پیل شوې وې، خواجه علي لوبډلې په کې اتلولي خپله کړه.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې لومړي او دویم مقام ګټوونکو لوبډلو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
مجاهد زیاته کړه:«د دغو سیالیو له جوړېدو څخه موخه والیبال ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی او له مخدره موادو څخه د هغوی مخنیوی، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او ترمنځ یې غوره اړیکې رامنځته کول وو.»
ورته مهال، هغه لوبغاړو چې په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه، وویل، مسوولین باید د ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغوی وویل، فدراسیون دې غزني کې لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پيل، معیاري لوبغالي دې جوړ او نورې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP