Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امیرخان متقي د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو ته د هغه د قضیې د تعقیب ډاډ ورکړی

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر د کورنۍ غړي وايي، کابل کې یې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي او هغه ډاډ ورکړی چې د نوموړي قضیه به په جدي توګه تعقیب کړي.

د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر چې شاوخوا درې اونۍ مخکې کينیا کې د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی، د کورنۍ غړو یې نن په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د هغه وراره جلال قدیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړی چې د ظاهر قدیر قضیه به په جدي ډول تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه: «وزیر صاحب څرګنده کړه چې اسلامي امارت د هر افغان عزت ته ژمن دی او د هېواد د با وقاره شخصیتونو درناوی خپل مسؤولیت ګڼي. محترم وزیر صاحب ډاډ راکړ چې اسلامي امارت به د حاجي قدیر قضیه په جدي توګه تعقیب کړي او د اسلامي اصولو، ملي ارزښتونو او د عدالت د تامین په رڼا کې به یې په اړه لازم اقدامات ترسره شي. ‎دغه راز ټینګار وشو چې اسلامي امارت به د خپل وس او توان تر بریده د دې موضوع د هواري لپاره لازم ګامونه پورته کړي، څو دا قضیه د انصاف او ملي تفاهم له لارې هواره شي.»

ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست په قطر کې د اسلامي امارت سفارت ته دنده سپارلې چې دغه موضوع هلته د کينیا له سفارت سره تعقیب کړي.

په داسې حال کې چې په کينیا کې د قدیر له نیول کېدو درې اونۍ تېریږي، خو تر اوسه اسلامي امارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه و ویلي.

هغه تېره پنجشبې د کينیا د پلازمېنې نایروبي یوې محکمې ته هم حاضر شو خو په اړه یې پرېکړه ونه شوه؛ ځکه قاضیانو وویل چې لا یې دوسیه نه ده بشپړه شوې.

د نوموړي وکیل هماغه ورځ بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې پر ظاهر قدیر لګېدلي تورونه سیاسي اړخ لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.