ژبه

ډونالډ ټرمپ له احمد الشرع سره لیدلي

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سعودي عربستان کې د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره لیدلي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې ناسته کې په انلاین ډول ګډون کړی دی.

دا راپور الجزیرې خپور کړی، خو په دې اړه یې ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ویلي وو چې پر سوریې یې بندیزونه لغوه کړي دي، ټرمپ ویلي وو چې دا اقدام سوریې ته د عظمت فرصت ورکوي.

د ترکیې انادولي اژانس هم راپور ورکړی چې دې ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د سوریې له ولسمشر احمد الشرع او د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره ګډون کړی و.

اردوغان د ترکیې، امریکا، سوریې او سعودي څلور اړخیزه انلاین ناسته کې ویلي چې د واشنګټن له خوا پر سوریې د تحریمونو د لغوه کولو پرېکړه تاریخي اهمیت لري.

ورته موضوع