ژبه

دایکنډي کې د اوبو پر نوبت د درېیو وروڼو شخړه؛ یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

فاطمه سروش

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱:۰۸

۲۶۰ کتنې

نیلي (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): دایکنډي کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په فیض‌اباد سیمه کې د کرنیزو اوبو د نوبت پر سر د درېیو وروڼو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه درې نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په خبره، پرون د شهرستان ولسوالۍ د فیض‌اباد سیمې یوه اوسېدونکي خپل مشر ورور له کلاشینکوف او چاقو په استفادې وژلی، خپل بل ورور او د هغه دوه زامن یې ټپیان کړي دي.

د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوېد یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ټپیان شهرستان ولسوالۍ کې القان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

جاوېد وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلې او تورن کس یې نیولی دی.