کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسیون وایي، افغان سوکوهونکي فردوس نجیبي د اسیا اتلولۍ سیالیو کې له خپل قزاقستاني سیال څخه ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې یې د سپینو زرو مډال وګاټه.
د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، دغه سیالي نن د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره شوه چې افغان سوکوهونکي فردوس نجیبي په ۸۰ کیلوګرام وزن کې له خپل قزاقستاني سیال ایګورف څخه ماتې وخوړه.
سرچینې زیاته کړې، یاده سیالي پایلوبه وه او نجیبي زړه راښکوونکي او تخنیکي لوبه وکړه خو سیالي یې مقابل لوري ته وبایلله او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
فردوس نجیبي په دغو سیالیو کې وړمه ورځ خپل عربستاني سیال ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړې وه.
د اسیا اتلولۍ سیالۍ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره شوې چې له افغانستانه په کې پنځو لوبغاړو ګډون کړی و.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۵ هېوادونو د سوکوهنې لوبغاړو برخه اخیستې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP