کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو به راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.
ایرنا خبري اژانس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران او امریکا د غیرمستقیمو مذاکراتو د راتلونکي پړاو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «د ترسره شوو مشورو په پام کې نیولو سره، د ایران او امریکا د غیرمستقیمو خبرو اترو بل پړاو راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ په مسقط کې ترسره کېدونکی دی.»
د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له امریکا سره د پنځم پړاو مذاکراتو په پای کې ویلي وو: «اوس زموږ په دریځونو امریکایي لوری ښه او روښانه پوه شو او دواړه لوري مطرح شوي وړاندیزونه او نظرونه د نور غور لپاره پلازمېنو ته لیږدوي.»
له دې مخکې، د دغو مذاکراتو له پنځو پړاوونو (درې پړاوونه د عمان په مسقط ښار او دوه نور پړاوونه د ایټالیا په روم ښار کې) د عمان په منځګړیتوب ترسره شوي وو.
د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د روان کال د روي میاشتې په ۲۳مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP