کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشره وايي، د امریکا د ولسمشر پالیسیو په نړۍ کې د میندوارو ښځو پر روغتیا ویجاړوونکی اغېز کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیاځلې واکمنېدو وروسته خپلې ځینې جنجالي پرېکړې د امریکا د بشري مرستو د کمولو یا بندولو برخه کې عملي کړې دي. یاد اقدام د مرستندویه بنسټونو او زیانمنونکو هېوادونو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي؛ ځکه امریکا د نړۍ په کچه د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو شمېرل کېده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) مشرې نتالیا کانیم تېره ورخ (سېشنبه) د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، یاد صندوق – چې له پخوا یې مالي ستونزې لرلې ـ د ټرمپ له یادو پرېکړو مستثنا نه دی.

هغه وایي: «موږ په یوه شپه کې د نړۍ په ځینو سختو ځپل شویو سیمو لکه افغانستان کې له ۳۳۰ میلیون ډالرو څخه زیاتې پروژې بندې کړې دي.»

کانیم وایي، د زېږون مهال روغتیا له تمویل څخه د متحده ایالتونو وتل «ویجاړوونکي» وو.

کانیم د بېلګې په ډول د اردون د کډوالو په زعتري نومي پنډغالي کې د یوه زېږنتون بندېدل یادوي او وایي «هغه زېږنتون اوس تړل شوی دی. د بودیجې د سملاسي کمښت معنی دا ده چې هلته شته قابلې نور خپلې دندې پرمخ نه شي وړای.»

که څه هم دا وخت د امریکا د مالي مرستو د بندېدو کره پایلې معلومول وخت غواړي، خو کانیم وايي، دا کار به د میندو د مړینې کچه لوړه او د ناغوښتل شوې میندوارۍ د زیاتوالي لامل به شي.

هغې وویل، دا ځل چې یواینایفپياې له ستونزو سره مخ ده، توپیر دا دی چې نور ملګري بنسټونه، چې ښايي زموږ ځای ډک کړي، دوی هم د مالي مرستو له بندېدو سخت ځپل شوي دي.