جلالاباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): ننګرهار کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله یوه ۱۶ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی او د هغه ورور او خور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ د میرزاخېلو سیمه کې یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی او د هغه ورور او خور ټپیان شوي دي.
سرچینه کاږي، پېښه نن هغه مهال شوې چې ماشومانو پر یوې ناچاودې مرمۍ لوبې کولې او چاودنه یې کړې ده.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP