Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د پهلوانۍ ملي لوبډلې د «تختي جام» نړۍوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د پهلوانۍ ملي لوبډلې د «ګریګورمن» سبک د «تختي جام» نړۍوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی دی.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هېواد د پهلوانۍ ملي فدراسیون ۱۴ کسیزې ملي لوبډلې د پهلوانۍ د ګریګورمن سبک «تختي جام» په نوم نړۍوالو سیالیو کې درېیم مقام ګټلی دی.

سرچینې لیکلي، یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو لوبغاړو ترمنځ د غبرګولي په ۲۲مه د ایران په شېراز ښار کې پیل شوې وې چې پرون پای ته ورسېدې.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې کوربه ایران د ۲۵۰ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی، ترکیې د ۲۸ نومرو په اخیستو دویم او افغانستان د ۱۲ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځایونه خپل کړي دي.

د یادونې ده، د افغانستان د پهلوانۍ ملي لوبډلې ۱۴ لوبغاړي په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه د روانې غبرګولې میاشتې په ۱۶مه ایران ته تللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.