کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله نن د مرکزي آسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې خپله درېیمه لوبه د ترکمنستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ترکمنستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
یاده سیالي د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه تاجکستان ته بایللې او په دویمه لوبه کې یې له قرغیزستان څخه ماتې وخوړه.
د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ (کافا) د جون په لسمه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پیل شوې چې د افغانستان په ګډون د ایران، قرغیزستان، اوزبېکستان، ترکمنستان او تاجکستان له ۲۰ کلونو کمعمره ملي لوبډلې پهکې برخه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP