Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې اسرائیلي ځواکونو لږ تر لږه ۱۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د مرستې ترلاسه کولو په موخه لیکو کې پر ولاړو فلسطینیانو ډزې کړې چې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه برید تېره شپه د غزې د نتساریم څلورلارې ته نږدې شوی دی.

سرچینې د غزې د العودة او الاقصی شهیدانو د روغتونونو د روغتيايي چارواکو له قوله لیکلي چې په دغه برید کې ۱۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او  تر ۱۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

په راپور کې راغلي، دغه راز د غزې ښار په زیتون سیمه کې پر یوه کور هوايي برید شوی چې په‌کې یو شمېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپيان شوي خو کره شمېره یې نه ده څرګنده شوې.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د بریدونو له پیله راهیسې په غزه کې نږدې ۵۶ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۲۹ زره نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.