Language

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

زني‌ښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

د غزني ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د قره‌باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر او ټېلر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د ولایت مقام لیکلي چې د پېښې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.