ژبه

مکسیکو کې ترافیکي پېښه؛ لږ تر لږه لس کسان مړه او ۶۱ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د مکسیکو په مرکز کې د یوه باروړونکي اورګاډي او دوه پوړیز بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د اوسپنې پټلۍ شرکت (CPKCM) له قوله لیکلي، یاده پېښه پرون شوې چې لږ تر لږه لس کسان په‌کې مړه او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه کاږي چې ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ویل شوی دی.

سرچینې د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.