Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د وسایطو تخنیکي ورکشاپونو او نورو اړوندو شرکتونو ته د ترافیکو عمومي ریاست خبرداری

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د ترافیکو عمومي ریاست د وسایطو د ترمیم او نورو تخنیکي ورکشاپونو او شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې له اجازې پرته نه شي کولای د وسایطو ماشينونه بدل کړي، ګازي سیسټم ته یې واړوي، رنګ یې تغییر کړي، ترافیکي پېښو کې ډېر تخریب شوي موټر ورغوي، شاسي نمبرونه یې بدل کړي او په ماډل او باډۍ کې یې تغییر راولي او دغه‌راز په غیرمسلکي کسانو یې بسته‌بندي کړي.

یاد ریاست دغه‌راز زیاته کړې، د كپي‌كشۍ هيڅ تخنيکي ورکشاپ نه شي کولای په متوسطو او يا لويو ترافيکي پېښو کې تخريب شوي وسایط د ترافیک پولیسو د مرکزي ادارې له حکم پرته چې د اړوندې محکمې د حکم پر بنسټ صادريږي، ترمیم کړي، خو په کوچنیو ترافيکي پېښو کې تخريب شوي نقليه وسايط له دغه حکمه مستثنا دي.

سرچینې ویلي، هيڅ يو تخنيکي ورکشاپ حق نه لري د ترافیک پولیسو مرکزي ادارې له اجازې پرته نقليه وسایط ګازي سیسټم ته واړوي او نه هم دا حق لري چې وسایط په خپل سر تخریب او یا پرزه کړي.

په خبرتیا کې دغه‌راز راغلي، تخنیکي ورکشاپونه نه شي کولای د وسایطو په اصلي تناژ (وزن او ظرفیت) کې بدلون راولي او یا یې د ماشین او چوکاټ شاسي نمبرونه لري او بدل کړي.

په یاده خبرتیا کې د وسایطو رنګولو او ویرینګ ورکشاپونو ته هم ویل شوي چې د ترافیکو ریاست له اجازې پرته دې د وسایطو رنګ نه تغییروي او نه دې هم لایزري څراغونه او یا د ښکلا لپاره نورې اشارې ورته نصبوي.

سرچینې لیکلي چې د ترافیک پولیسو لوی ریاست او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له اجازې پرته د وسایطو په باډۍ کې بدلون راوستل، ماډل یې بدلول او یا جنګله پرې نصبول هم منع دي.

دغه‌راز خبرتیا کې ویل شوي چې د موټرسایکلونو او ريكشاوو د پرزو هيڅ يو توليدي شركت نه شي کولای دغه وسایط له معتبرو تخنيکي ورکشاپونو پرته په دوکانونو، سرايونو او د سړک غاړو ته منتاژ او بسته‌بندي کړي.

د خبرتیا په پای کې راغلي چې دغه موارد باید په جدي توګه عملي شي، د نه عملي کېدو په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي او بیا څوک د شکایت حق نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.