کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۴): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر «کابل او پکتیکا» د پاکستان هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي او هغه یې له نړۍوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه، د حاکمیت نقض او د افغانستان پر حریم تېری بللی دی.

د افغانستان مخکیني ولسمشر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې «د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او ناوړه پایلې پکې په پام کې نه نیول کېږي او هغه ستونزې چې نن پاکستان ورسره لاس او ګرېوان دي، د همدغو ناسمو پالیسیو پایلې دي.»

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان باید د تاوتریخوالي پر ځای د ګاونډیتوب حقونو او نړۍوالو قوانینو ته په کتو، پر خپلو ناسمو او زیان رسوونکې پالیسیو بیا غور وکړي او د دوستانه او ښو اړیکو له مخې له افغانستان سره د تعامل لاره غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په کابل کې چاودنه وشوه.

له دې چاودنې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې په کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

هغه ویلي وو چې په دې اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه د مرګژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

دغهراز، سیمهییزو سرچینو ویلي چې تېره شپه پاکستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې مرغه بازار بمبار کړی چې له امله یې درې دوکانونه سوځېدلي، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.