Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو وروستۍ لوبه ترسره کېږي

 کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو (ODI) په لړ کې یې دوه پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې دي، نن له بنګله‌دېش سره خپله درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلورنیمې بجې د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې له بنګله‌دېش سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

کرکټ بورډ زیاتوي، افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د درېیمې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات ترسره کړي او د سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

دغه سیالي د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ  په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې د دې سیالۍ په لومړۍ او دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې او نن هڅه کوي چې د درېیمې بریا په ترلاسه کولو سره دا لوبلړۍ په بشپړه توګه خپله کړي.

د یادونې ده چې دا لوبه نه یوازې د لړۍ د ګټلو اهمیت لري، بلکې د نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د درجه‌بندۍ (رنکینګ) په لوړولو کې هم مهم رول لوبولی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.